اسلام آباد/مکه مکرمه ۔ 19 اګست (اے پی پی) د حج فريضه ادا كولو له ګردې نړۍ څخه حجاز مقدس ته رسېدو??كي د لكھونو په شمېر كلمه ويو??كي (نن) د ګل په ورځ د حج تر ټولو لوئې ركن وقوف عرفه ادا كوي۔ د اتوار په ورځ د ذوالحجې 8 مه نېټه حج كوؤ??كي د منی مېدان كښې خېمو كښې تېره كړه۔ د ذوالحجې په 9 مه نېټه د ګل په ورځ د حج فرض ادا كولو له دوئي مېدان عرفات ته ځان رسوي چرته به چې دوئي نمره جومات كښی د حج خطبه اورېدو نه وروستو د ماسپخين او ماځيګر لموځونه يو ځائې ادا كوي۔ د ماځيګر او ماښام ترمينځھ به وقوف عرفه وي۔ دا د قبوليت هغه ګھړۍ دي كومو كښې چې الله رب العزت دعا نه رد كوي له دې كبله په دې مهال حاجيان صېبان په چغو چغو ژاړي او پروردګار نه د خپلو مرادونو ترسره كېدل غواړي۔ د لمر پرېوتو سره سمدستي د عرفات مېدان پرېښودلو حكم دے ځكه حاجيان صېبان به د عرفات مېدان حدونو څخه وتلو سره مز??لفه ته روانېږي۔ مز??لفه كښې شېطان ويشتلو له كنكر غونډولو سره سره به حاجيان صېبان دغلته د ښك??ره آسمان لاندې شپه كوي او مز??لفه كښې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه به يو ځائې ادا كوي۔ د شپې تېرېدو نه وروستو به حاجيان صېبان د سحر لمونځ ادا كوي او دې نه وروستو به منی ته ځي چرته به چې شېطان په كنكرو ويشتلو ٬ قرباني كولو او د سر وېښته اخستلو يا پاك لرې كولو څخه وروستو احرام پرانېزي۔ د ذوالحجې په 11 مه نېټه هم د درې شېطانانو د ويشتلو حكم دے۔ په 12 مه ذو الحجة د آخري شېطان ويشتلو څخه وروستو حاجيان صېبان مكې مكرمې ته بېرته تلې شي۔ دا خبره دې ښك??ره وي چې د ذوالحجې 10 ٬ 11٬ او 12 مه نېټھ منی كښې تېرول د حج لازمي ركن دے۔ په دې مهال طواف زيارت له حاجيانو له مكې مكرمې ته تلل لازمي دي۔
متعلقہ مضامین
-
Shehbaz Sharif announces Army Rocket force as defence milestone
-
Sania dissatisfied over inadequate facilities at special education centres
-
Punjab CM urges children to plant trees in name of their parents
-
PM suspends leaders of key agricultural bodies amid cotton crisis
-
Poultry mafia unchecked as chicken prices soar beyond official rates
-
Zardari stresses efficient use of water to meet Sindh’s needs
-
27 killed as explosion rocks Turkish capital
-
Pakistan expresses commitment to humanitarian causes at Istanbul summit
-
Balochistan University will have Confucius Institute soon
-
V83D کارڈ گیم کی آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ: مکمل گائیڈ اور تفصیلات
-
شعلہ ماسک آفیشل ڈاؤن لوڈ داخلہ کی مکمل رہنمائی
-
ڈائس ہائی اور لو آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: ایک بے مثال تفریحی تجربہ