اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾ د دفاع وزير انجينئر خرم دستګيرخان وئيلي دي چې امريكا په افغانستان كښې د خپلې 16 كلنې ن??كا??ې تور په پاكستان لګوي٬ د افغان پولې سره د تار لګولو يوه وجه په پاكستان پرله پسې تورونه لګول و٬ د پاكستان د كورنې سلامتيا صورتحال ډېر ښه شوے۔ په بېلجيم كښې د پاكستان د سفارت څخه ترلاسه شوې خبر پاڼې له مخې د دفاع وزير دا خبرې د بېلجيم قومي ټي وي او رېډيو چېنل سره په خپله يوه مركه كښې كښې كړې دي۔ وي آر ټي دا مركه په خپله راډيو د خپرونو سره سره په وېب پاڼه د آرټيكل په شكل كښې خپر?? كړې۔ د دفاع وزير وئيلي دي چې مونږ به افغانستان سره په 2600 كلوميټره پوله ازغن تار لګوو۔ پاكستان په 250 كلوميټره پوله د تار لګولو كار ترسر?? كړے٬ مونږ سره ??ا په دې كښې مرسته نه د?? كړې۔ ده ووئيل چې امريكا په افغانستان كښې د خپلې 16 كلنې ن??كا??ې تور په پاكستان لګوي٬ امريكې كهربونه ډالر خرڅ كړل٬ د زرګونو په شمېر عسكرو ځان قربان كړو او ډېر ژوبل شول خو اوس هم د افغانستان 45 فيصد سيمې د افغان دولت په كنټرول كښې نه دي۔ د امريكې او پاكستان اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ هيله لرو د اروپا خلق به زمونږ نظر امريكې ته ورسوي۔ ده ووئيل چې مونږ نظر لرو چې په افغانستان كښې جمهوري استحكام ډېر ضروري دے۔
متعلقہ مضامین
-
BBC locates footage of crashed Indian jets, including Rafale
-
ورچوئل کھیلوں کی دیانتداری اور تفریحی پلیٹ فارم
-
CPEC to benefit entire Middle East countries: IR Expert
-
Another kidnapping: 13-year-old boy goes missing in Lahore
-
PPP submits requisition to summon Senate session
-
PML-N opposes renaming hospital after Edhi
-
Jiaduobao Electronic Game Platform Official Download Guide
-
فوری پیغام رسانی گیمز آفیشل ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
Tikigoti آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ اور اس کے فوائد
-
فروٹ کینڈی ایپ گیم پلیٹ فارم: میٹھے کھیلوں کا نیا تجربہ
-
فروٹ کینڈی ایپ گیم پلیٹ فارم: مزیدار کھیل اور انعامات کا تجربہ
-
فروٹ کینڈی ایپ گیم پلیٹ فارم: میٹھی تفریح کی دنیا